د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم پولیسو پخوانی قومندان زمری پیکان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی. نوموړی تر دې وړاندې په فساد تورن و، عدلي ارګانونو یې د نیولو امر کړی و خو تر دې دمه یې پولیس په نیولو نه وو بریالي شوي. نن امنیتي سرچینو ویلي چې زمری پیکان په کابل ښار کې نیول شوی دی. بلخوا د کورنیو چارو وزارت هم په رسمي توګه د نوموړي نیول کېدل تایید کړي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي چې زمری پیکان نن سهار د پولیسو لخوا نیول شوی او ډېر ژر به یې دوسیه د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري تعقیب کړل شي. پیکان د عامه نظم پولیسو قومندان و، چې په ۱۳۹۶ کال کې له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په اته کاله بند محکوم کړی و.
































