د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ویلي وو ناټو غواړي خپل ځواکونه د بیلاروس پولو ته نږدې کړي، په دې توګه دغه هېواد تجزیه کړي او د خپلې خوښې حکومت پکې جوړ کړي. د ناټو سازمان د الکساندر دغه ادعا رد کړې ده او په خبره یې دوی هېڅ داسې پلان نه لري او نه یې هم په دې اړه کوم اقدام کړی دی. الکساندر له څه باندې ۲۶ کلونو راهیسې د بیلاروس ولسمشر دی چې اوس په دغه هېواد کې له اونیو راهیسې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په غبرګون کې لاریونونه روان دي او ولس وايي چې الکساندر دې له دندې ګوښه کړل شي او د خلکو رایو ته دې درناوی وشي.
































