ایران وایي په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او دوی د سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دي. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان د پلازمینې په ګډون په ګڼو ښارونو کې تاوتریخوالی او نښتې ډېرې شوې دي چې دا مسئله د اندېښنې وړ ده. د هغه په خبره ددې اړتیا ده چې د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړې عملي شي او په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړل شي. طاهریان دغه راز ویلي چې ایران د مذاکراتو او سولې په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی او ددې غوښتونکی دی چې ژر تر ژره دلته روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
































