د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالي کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي دي. د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي چې چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې په دشت پیرکه سیمه کې پر یو سراچه موټر باندې شوې ده چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. د هغه په خبره، په وژل شویو کې درې ښځې، دوه ماشومان او دوه نارینه شامل دي. جمعه زاده دا د طالبانو کار بللی خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































