د کابل امنیه قومندان له دندې لرې کړل شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې هغه په کابل کې د وروستیو نا امنیو په غبرګون کې د کورنیو چارو د وزیر له لوري ګوښه کړل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې ده چې امان الله واحدي په کابل کې د وروستیو نا امنیو او په تېره بیا د خپلواکۍ ورځې د جشن د نمانځنې پر مهال د راکیټي بریدونو د کېدو او کمکارۍ له امله ګوښه کړل شوی دی. د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې پر مهال پر کابل ښار څوارلس راکیټي بریدونه وشول چې په همدې تړاو د شپاړسمې او اوولسمې امنیتي حوزې آمرین هم له دندې ګوښه شول. دغه امنیتي چارواکي داسې مهال له دندو لرې کېږي چې په کابل کې د بل هر وخت په پرتله نا امنۍ ډېرې شوې دي او جنايي جرمونه اوج ته رسېدلي.
































