عراقي چارواکي وایي چې امریکایي او ورسره ملګري ځواکونه به په نږدې راتلونکي کې خپلې یو شمېر نورې اډې هم عراقي ځواکونو ته وسپاري. د عراق د ګډو ځواکونو ویاند تحسین الخفاجي ویلي، امریکایي ځواکونو ورسره ژمنه کړې ده چې ډېر ژر به په دغه هېواد کې له یو شمېر نورو اډو هم خپل ځواکونه وباسي. د یادونې ده چې په عراق کې امریکایي اتیلاف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه هېواد په پلازمېنه بغداد کې یې د التاجي پوځي اډې نیمایي برخه عراقي ځواکونو ته تسلیم کړې او ژر به یو شمېر نورې اډې هم ورته وسپاري.
































