د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته تللی دی. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې د پاکستان په رسمي بلنه د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی د سولې مسایلو باندې د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی. شاهین وایي چې ملا برادر به د سولې تر څنګ په دې سفر کې ددواړو لورو ترمنځ پر اړیکو، افغان کډوالو او په پوله کې د خلکو پر تګ راتګ خبرې وکړي. بلخوا پاکستان ددغه سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو یوې سرچینې په بهرنیو چارو وزارت کې ویلي چې ملا برادر ته محمود قریشي بلنه ورکړې ده. ملا برادر داسې مهال دغه سفر کوي چې پاکستاني حکومت درې ورځې وړاندې پر هغه بندیزونه وضع کړل. په دې بندیزونو کې یو دا و چې هغه به پاکستان ته سفر نه شي کولی. سهیل شاهین بیا وايي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ به دغه ډول تګ راتګ دوام کوي خو اوس د کرونا له امله سفرونه او راشه ورشه درېدلې ده.
































