په هېواد کې په وروستیو کې د جګړې شدت اندېښنې راپارولې دي. پر ولسوالیو بریدونه، هدفي وژنې، پر لویو لارو نا امنۍ او د طالبانو هدفمند تحرکات هغه څه دي چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت سره په ټکر کې ګڼل کېږي. بلخوا حکومت د طالب بندیانو په خوشي کولو کې پاتې راغلی دی او تر دې دمه یې هغه ژمنې نه دي پوره کړې چې له مشورتي لویې جرګې سره یې کړې وې. په حکومت کې کمکاري او کمزوری مدیریت بل هغه څه دي چې طالبانو ته یې د پرمختګ زمینه برابره کړې ده. له دې سره جوخت داسې ښکاري چې پاکستان هم د سولې په مسئله کې دوه مخی چلند کوي.
تازه پاکستان پر ځینو طالب مشرانو بندیزونه وضع کړل او همدا راز یې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې پر طالب مشرانو شته بندیزونه عملي کړي. د پاکستان د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی پر ملا برادر او سراج الدین حقاني بندیزونه وضع کړي دي. دغه دوه کسان پاکستان ته نه شي ورتللی او همدا راز به یې شتمنۍ هم کنګل وي.
د پاکستان دغه ډول کړنې د سیاسي شنونکو په باور یوازې د پاکستاني حکومت د ګټو د تامین لپاره ترسره کېږي. سیاسي شنونکي په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان د سولې په مسئله کې خپلې شخصي ګټې پالي او په دې هڅه کې دی چې دغه پروسه د ځان په ګټه وڅرخوي. د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وایي، د پاکستان دغه ډول کړنې نه یوازې دا چې د افغانستان د حکومت او سولې په اړه د پاکستان مغرضانه چلند په ګوته کوي، بلکې دا ثابتوي چې پاکستان تل د خپلو ګټو لپاره د افغان سولې پر وړاندې دوه مخې لوبه کړې ده. د ده په خبره: ((پاکستان تل دوه مخی چلند کړی دی چې له همدې امله موږ تر دې دمه سولې ته نه یو رسېدلي)).
بلخوا د سولې روان بهیر هم له مبهم حالت سره مخ شوی دی. د افغانستان د مسایلو یو شمېر څارونکي، طالبانو ته نږدې سرچینې او د سولې د برخې فعالین وایي چې د حکومت له لوري د زندانیانو نه خلاصون او پر ژمنو عمل نه کول هغه څه دي چې د سولې روان بهیر یې له خنډونو سره مخ کړی دی او جګړې یې شدیدې کړې دي. پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، سوله ځکه له مبهم حالت سره مخ ده چې ولسمشر نه خپله ژمنه عملي کړه او نه یې هم د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته ارزښت ورکړ. د ده په خبره: ((دا واقعیت دی چې د سولې مسئله ډېره مبهمه ده. د ابهام لامل یې هم دا دی چې ولسمشر د لویې جرګې پرېکړه ونه منله. دې مسئلې د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړه. ملت باید را ولاړ شي او پر دواړو لورو غږ وکړي چې نور دې جګړه ودرول شي او سولې ته دې کار وشي)).
بلخوا د سولې د برخې فعالین او سیاسي شنونکي هم پر دې باور دي چې باید فرصت ضایع نه کړل شي. د سولې او پرمختګ اسلامي ګوند مشر حاجي دین محمد بیا وایي چې هېواد په حساسو شرایطو کې دی او باید ټول اړخونه روان وضعیت ته متوجه وي. د ده په خبره: ((هسې نه داسې کوم څه وشي چې موږ تر دې هم خطرناک وضعیت سره مخ کړي. موږ باید متوجه وو. ملت باید متوجه وي چې د سولې فرصت ضایع نه شي)).
بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې دوی د بندیانو خوشي کولو ته ژمن دي، خو د ځينو هېوادونو د شکایتونو حقوقي اړخ ته باید توجه وشي، څو ټولې ستونزې حل شي او د رښتینې سولې لپاره زمینه برابره شي. د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وایي: ((موږ دې ته ژمن یو چې بندیان خوشي کړو، طالبان دې هم بندیان خوشي کړي، د شکایتونو حقوقي اړخ باید وڅېړل شي)).
له دې سره جوخت د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د حکومت کمزوري مدیریت، د ژمنو نه عملي کول، د ځينو کړیو له لوري د طالب بندیانو په خوشي کولو کې خنډ جوړول، دا ټول هغه څه دي چې د جګړو د شدت سبب شوي او د سولې برخلیک یې له نامعلوم حالت سره مخ کړی دی.
































