نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي د سولې د خبرو له ځنډ سره هممهاله په کابل او ولایتونو کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي. د سرچینې په خبره طالبانو له امریکا سره په هوکړه کې ویلي چې په لویو ښارونو کې به بریدونه نه کوي، خو اوس یې تاکتیک بدل کړی دی او د چسپکي ماینونو او هدفي وژنو پر مټ هڅه کوي پر کابل فشار راولي. نیویارک ټایمز لیکي د کابل ښاریان خپله هره ورځ د چسپکي ماین په چاودنه پیلوي خو امنیتي ځواکونه یې هم په مخنیوي کې پاتې راغلي. سرچینه کاږي داسې ښکاري چې طالبانو په کابل ښار کې له جرمي شبکو سره لاس یو کړی دی او په دې توګه یې هدفي وژنې او بریدونه ډېر کړي دي. نیویارک ټایمز پر افغان حکومت غږ کوي چې ژر تر ژره د طالبانو پاتې بندیان خوشي کړي، بین الافغاني خبرې پيل کړي او په دې توګه د تاوتریخوالي له دوام مخنیوی وکړي.
































