د امریکا د خوړو او اضطرار کمېټې په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په اضطراري توګه د هغو کسانو لپاره چې له جدي خطر سره مخ دي د وینې پلازمان له لارې د درملنې تګلاره تایید کړې ده. په دې کې به د هغه کس د وینې پلازما ناروغ ته ورکول کېږي چې له کرونا ویروس جوړ شوی دی. امریکایي چارواکي وايي سره له دې چې دا تګلاره نهايي نه ده، خو په ناروغانو کې د مړینې خطر ۳۰ سلنه راکموي. ځینې امریکايي رسنۍ بیا وايي چې ټرمپ او ملګري یې یوازې د سیاسي او کمپایني شعارونو لپاره ددغه ډول موقتي درملنو سپارښتنه کوي او په بنسټیزه توګه یې د کرونا د مخنیوي لپاره اقدام نه دی کړی.
































