د ګردېز ښاروالۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په د ۷ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د ګردیز ښاروال حبیب الرحمن منصور ویلي، چې په دغه ولایت کې د ګردېز ښاروالۍ او ملګرو ملتونو د بشري استوګنځایونو دفتر په مالي ملاتړ په دغه ښار کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت ۷ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. منصور زیاته کړې چې په دغو پروژو کې یو پُل، استنادي دېوالونه، د لاسي توکو خرڅلاو لپاره ۹۰ غرفې او کانالونه شامل وو، چې د دوو میاشتو په موده کې یې د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې په راتلونکي کې به په دغه ښار کې د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د څو نورو پروژو چارې هم پیل کړي.
































