د راپورونو له مخې د روسيې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې امریکا اسراییل ته د ډيپلوماتیک پوښښ په ورکولو او وسلو او مهماتو په لېږلو مخامخ په شخړه کې ښکېله شوې ده. د روسيې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دا څرګندونې پرون د فلسطین په ګډون د منځني ختیځ په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په جوړې شوې ناسته کې کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې له دغه ملاتړ وروسته به وینه بهېدنه ودرېږي او په خبره یې، امریکا نه غواړي دا کار وکړي یا یې د کولو وس نه لري. لاوروف ټينګار کړی چې له لویه سره په منځني ختیځ کې بېساری اوسنی تاوتریخوالی په سیمه کې د امریکا د پېژندل شوې پالیسۍ پاېله ده.
































