د پکتیکا ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲ بنسټيزو پروژو چارې پيل شوې دي. د چارواکو په خبره په دغو پروژو کې د مرکز ښرنې په ښار کې د ارګون په لین د نوي څلور لارې او د پکتیکا او غزنې د حدودو ترمنځ د سردې بند په سېمه کې د یوې دروازې جوړول شامل دي. د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د ښرنې ښاروالۍ له لوري د ۲ کوچنیو پروژو د بیا رغونې چارې پیل شوې وې.
































