د ټولګټو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارې د ۷۷ زرو ۵۰۶ مټریک ټنه توکو لېږد رالېږد ترسره شوی دی. د یاد وزارت چارواکي وايي په تیره یوه اونۍ کې ۷۵زره ۷۶۵ ټنه واردات او یوازې ۱۷۴۱ ټنه صادرات ترسره شوي دي.دغه وزارت زیاته کړې، چې د ۶۵زرو ۳۲۲ ټنه توکي د حيرتان بندر له لارې، ۵ زرو ۶۸۱ ټنه د اقينې بندې له لارې او ۶زرو ۵۰۳ ټنه د تورغونډۍ له لارې لېږدول شوي دي. د ټولګټو وزارت وایي، دوی هڅه کوي چې د لېږد رالېږد لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره غوره اسانتیاوې برابرې کړي.
































