ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان او ایران تر منځ د دوغارون کرښې له لارې راکړه ورکړه تر درې ملیارده ډالرو زیاته شوې ده. د ایران خراسان رضوي ولایت مسوولین وایي، چې په ورځنۍ توګه شاوخوا ۱۲۰۰ په سوداګریزو توکو بار موټر د دواړو هېوادونو تر منځ له دې لارې تګ راتګ کوي. ایراني مسوولینو دوغارون لاره له افغانستان سره له مهمو سوداګریزو لارو ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو پر ټرانزیټ سربېره، د پاکستاني او هندوستاني سوداګرو سوداګریز توکي هم له دې لاري ټرانزیټ کېږي.
































