د ننګرهار کانال رییس غلام الرحمان کظیم وايي، چې په دغه ولایت کې وروستیو توپانونو او بارانونو د کانال نیمايي برخه له منځه وړې، د برېښنا پایې، د سولر ښیښې او یو شمېر ودانۍ ویجاړې شوې دي. د نوموړي په خبره، چې د یو شمېر قرارداديانو ځمکو او برېښنايي وسایلو ته هم زیان اوښتی؛ خو تر ټولو ډېر زیان ځنګلونو او دولتي باغونو ته اوښتی دی. د ننګرهار کانال ادارې د معلوماتو پر بنسټ د کانال په څلورو لویو فارمونو کې ځنګلونه، د زیتون باغونه، د مالټو ونې، د اوبه خور سیستم، د خرما ونې او د باغونو په منځ کې ولاړ فصلونه پنځوس سلنه له منځه تللي دي. وروستیو بارانونو او توپانونو په ننګرهار کې نه یوازې دا چې مالي زیانونه اړولي؛ بلکې په سره رود، کوټ، بټي کوټ، بهسود او یو شمېر نورو ولسوالیو کې یې ځاني زیانونه هم اړولي دي.
































