د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د ترکیې د متشبثاتو د ټولنې له غړو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او ټینګښت په اړه خبرې کړې دي. د دغې ټولنې رییس وايي، چې افغانستان ته یې د سفر موخه د کابل او انقرې تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتول او له افغانستانه ترکیې ته د توکو دلېږد په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي. په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کابل او انقرې تر منځ د ۵۲ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده، چې د صادراتو کچه یې ۱۳ میلیونه ډالره ده.
































