د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، په غزني کې یې د ولسي جرګې د ټاکنو طرحه د تایید لپاره حکومت ته لېږلې ده. د یاد کمیسیون په وینا د طرحې له مخې ټاکل شوې چې په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې د راتلونکې غوايي یا ثور میاشت کې ترسره شي. تېر کال په غزني کې د ټاکنیزو حوزو د وېش پر سر او نورو لانجو له کبله هلته ټاکنې ونه شوې. خو اوس د کمیسیون د نوې طرحې پر بنسټ د دغه ولایت په درېیو حوزو کې ټاکنې ترسره کیږي. د ټاکنو کمیسیون له حکومت غوښتي چې په دغه ولایت کې امنیت ټینګ کړي او مالي سرچینې هم د ټاکنو کمیسیون ته په واک کې ورکړي چې دا ټاکنې ترسره کړي.
































