د وردګو مرکز اړوند سره پله سیمه کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په دوه جریبه ځمکه د جومات جوړولو چارې پیل شوې. د دغه جومات جوړولو لپاره ځمکه د سیمې د یوه اوسېدونکي لهخوا ځانګړې شوې ده. مسوولین وايي، چې د یاد جومات جوړولو چارې به د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په شاوخوا یونیم کال موده کې بشپړې شي. یاد جومات چې تازه یې د جوړولو ډبره کېښودل شوه، دوه برخې لري، چې یوه یې د نارینه وو او بله به یې د ښځینه وو لپاره وي.
































