د امریکا پخواني ولسمشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي سره پر ټلېفون خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی، چې ټاکنو کې د بریا په صورت کې به اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي او نړیواله سوله به ټینګه کړي. د ټرمپ په پیغام کې راغلي، چې زیلنسکي پر نوموړي برید غندلی او دغه راز یې په بریالۍ توګه د جمهوریت غوښتونکو د عمومي کنوانسیون د ترسره کولو مبارکي ورکړې ده. ټرمپ مخکې تر دې څو ځلې په خپلو ویناوو او ټاکنیزو غونډو کې ژمنه کړې، چې د بیاځلې بریا په صورت کې به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.
































