د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، څلور زره او ۲۳۳ تنه افغان کډوال د ورېښمو، اسلام کلا، سپین بولدک او د تورخم له لارې په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شول. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغو ولایتونو د سرحدي امریتونو د معلوماتو له مخې له پاکستانه ۷۲کورنۍ چې ټولټال ۳۹۷ تنه کېږي د تورخم له لارې او ۶۱ کورنۍ چې ۳۳۲ تنه کېږي د سپین بولدک له لارې او په ایران کې مېشت یو زر او ۳۰۷ تنه د هرات د اسلام کلا له لارې او دوه زره او ۱۹۷ تنه د نیمروز د ورېښمو پله له لارې خپل هېواد ته راستانه شول. خبرپاڼې زیاته کړې، چې دغه راستانه شوي کډوال یې تر نوملیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د خوړو نړۍوال پروګرام دفترونو ته ور وپېژندل.
































