د احصایې او معلوماتو ادارې شمیرنې ښيي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۲۹۳.۳ میلیونو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي. دغې ادارې ویلي چې د حمل په میاشت کې ۹۵.۶ میلیونو ډالرو، د ثور په میاشت کې ۱۰۴.۶ میلیونو ډالرو او د جوزا په میاشت کې ۹۳.۳ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي. د دې راپور له مخې که څه هم د ثور په میاشت کې د تیر۱۴۰۲ لمریز کال د ثور د میاشتې پرتله صادراتو کې زیاتوالی راغلی، خو د حمل او جوزا په میاشتو کې د تیرکال د همدې میاشتو پرتله صادرات کم وو. د احصایې او معلوماتو د ادارې د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې له بهرنیو هیوادونو افغانستان ته د ۲.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي. د افغانستان په صادراتي توکو کې پنبه، وچ انځر، ممیز، اینجه، پیاز، انګور، مڼې، زعفران، انار او رومي بادنجان دي.
































