د افغانستان بانک سرپرست رییس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مشر سټیفن رودریګز سره کتنه کې په بېلابېلو مالي او بانکي موضوعاتو خبرې کړې دي. د افغانستان بانک سرپرست ریسس ویلي، د کوچینو کاروباریانو ملاتړ د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري، چې خلکو ته د کار په رامنځته کولو کې مرسته کولای شي. نوموړي د بېکارۍ کچې راکمولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د لا زیاتو هلو ځلو غوښتنه کړې. په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر ویلي، د سرپرست حکومت تر بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د افغانۍ د ثبات، د انفلاسیون د کنټرول، ټولیز اقتصادي پرمختګ، صادراتي ودې او د اداري فساد د مخنیوي په برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي. نوموړي ویلي، چې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په افغانستان کې د برېښنایي اداینو د پراختیا او کوچنیو پورونو په تمویل سره د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره کار کوي، ترڅو وکولی شي په دې برخه کې لا ډېر پرمختګونه رامنځته شي.
































