د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملګرملتونو د خوړو او کرنې نړیوالو پروګرام له لوري په برهکي برک ولسوالي کې پر ۲۰۰۰ مالدارو د شېدو راټولولو وسایل ووېشل شول. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد وايي، چې له مالدارانو سره له ذکر شوې مرستې یې موخه، د مالدارۍ ملاتړ او مالداران دېته هڅول، څو له خپلې مالدارۍ په سمه توګه ساتنه او پالنه وکړي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د ملګر ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالو پروګرام له لوري به د لوګر په یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم پر مالدارانو ورته مرستې ووېشل شي.
































