د ترکمنستان استازې د ملګرو ملتونو سازمان او سیمهییزو سازمانونو ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې ویلي چې، عشقاباد له دغو سازمانونو سره په همغږۍ په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. دغه غونډه د جمعې په ورځ د شانګهای د همکارۍ سازمان، د ټولیز امنیت د تړون سازمان او د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د سازمان په ګډون د ملګرو ملتونو او سیمهییزو سازمانونو ترمنځ د همکارۍ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه. د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الیزابیت سپیهر هم په افغانستان او سیمه کې د ټیکاو لپاره په لا زیاتې همغږې سره پر نړۍوال مشارکت ټينګار کوي.
































