د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي، د افغانستان د ټولو خلکو په تېره د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوي څو هغوی ته روغتیايي اسانتیاوې چمتو کړي. تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس دا خبره د افغانستان عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره تر کتنې وروسته پر خپله خپله ټویټر پاڼه لیکلې ده. ګیبریسیوس لیکلي چې د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره د تېرې اونۍ په کتنه کې یې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د هڅو د ګړندي کولو او په افغانستان کې د نورو ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه هم بحث وکړ.
































