د بغلان د غوري سمنټو کارخونې مسوولین وایي، تېر کال د دغې کارخونې تولید ۱۸۰ زره ټنه وو؛ خو د روان کال په اوږدو کې به دغه کچه ۲۰۰ زره ټنو ته لوړه شي. د دې کارخونې تخنیکي مرستیال ویلي، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري د دې کارخونې ترڅنګ د یوې نوې دستګاه په نصبولو سره به، په ۲۴ ساعتونو کې د تولید کچه ۴ زره ټنو ته لوړه شي. په همدې حال، یو شمېر کارګران چې په دې کارخونه کې په کار بوخت دي، هېواد کې د وزګارۍ کچې کابو کولو په پار د لا زیاتو تولیدي کارخونو د فعالېدو غوښتنه کوي. د معلوماتو پر بنسټ، د غوري سمنټو لومړۍ کارخونه چې په ۲۴ ساعتونو کې یې د ۴۰۰ ټنو سمنټو د تولید ظرفیت درلود، په کال ۱۳۴۱ لمریز کال کې د پخواني چکسلواکیا متخصصینو په مرسته فعاله شوه او تر دې دمه یې سیمټ له ځانګړي شهرت برخمن دي.
































