د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان پر کانونو پانګونو ته د ترکي او قرغیزستاني پانګوالو له لېوالتیا خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، د یادو هېوادونو پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په جلا جلا کتنو کې ویلي، په پام کې لري چې، د افغانستان د سرو زرو، مرمرو، رُخام، انتیموني او نفت پر کانونو پانګونې وکړي. د کانونو او صنایعو خونه په هېواد کې د کانونو په معیاري کولو او د کانونو د پروسس د فابریکو پر جوړېدو ټینګار کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته قطر، چین، ترکیې، ایران، المان، بریتانیا، هند او ترکمنستان د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده او یو شمېر دغو هېوادونو په افغانستان کې په عملي توګه هم پانګونه کړې ده.
































