د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د طالبانو او حقاني شبکې د مشرانو په ګډون یې د یو شمېر نورو ترهګرو ډلو پر مشرانو بندیزونه لګولي دي خو اوس تازه یې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی پر یادو ډلو نوي بندیزونه نه دي لګولي او دا د ملګرو ملتونو د قرارداد پر بنسټ لګول شوي پخواني بندیزونه دي. د یادونې ده چې ځینې رسنیو راپورونه ورکړي وو چې پاکستان د طالبانو د سیاسي دفتر او د حقاني شبکې د مشر په ګډون د نورو ترهګریزو ډلو پر مشرانو بندیزونه لګولي خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون د ملا برادر په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم وبلل او زیاته یې کړه چې نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه پاکستان ته تللی دی.
































