روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۵۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې وبا د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۵۴ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته دوه تنه مړه شوي او ۱۴۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۳۸۹ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۸ زره او ۳۶۰ ته لوړ شوی دی.
































