د مانیل نیوز په نامه یو فلیپیني اژانس راپور ورکړی دی چې په دغه هېواد کې دوو چاودنو ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. راپور کې د یاد هېواد د پولیس چارواکو له قوله راغلي چې دا پېښې په سولو ښار کې د ابوسیاف د اوسېدو ځای ته نږدې شوې دي چې له امله یې نهه تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. پولیس وایي چې ابو سیاف د فلیپین لپاره د داعش ډلې مشر دی چې له ډېرې مودې راهیسي په پټه بریدونه تنظیموي. چارواکي وایي چې دا په تېرو شپږو کلونو کې تر ټولو خونړی برید دی. که څه هم پلیپیني چارواکو د پېښې پړه پر داعش ډلې اچولې خو دا ډله چې د ورته بریدونو مسوولیت په ورین تندي مني تر اوسه یې په دې اړه څه نه دي ویلي.
































