د پاکستان خارجه وزیر وایي د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره دې پاتې طالب بندیان ازاد شي،شاه محمود قریشي، چې پاکستان ته د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر پلاوي د سفر په اړه معلومات ورکول وویل، چې د طالبانو دغه هیئت سره به د سه شنبې په ورځ اوږد او مفید مجلس ولري، خو مهمه ده، چې د سولې هوکړې مطابق او مشورتي لویې جرګې پریکړې په اساس د طالبانو پاتې بندیان ازاد شي څو بین الافغاني خبرې پیل شي.
قریشي د هند د نوم له اخستلو پرته وایي، چې ځینې عناصر دي او د پاکستان په ختيځ کې چې کوم ګاونډي دی نه غواړي چې حالات سم شي او افغانستان سولې ته ورسیږي.د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي، چې د ملا برادر په مشرۍ پاکستان ته تللی شپږ کسیز پلاوی به د سولې پروسې، وروستیو جریانونو او ځینو نورو مسائیلو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.
خو د سولې له پروسې با خبره کسان وایي، چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر یو هدف د هغو شپږ تنو طالب بندیانو پر سرنوشت خبرې کول دي، چې د ازادېدو په تړاو ځیني هیوادونه ملاحظات لري.
































