د امریکا په ویسکانسن ایالت کې د لاریونونو نوې څپه وروسته له هغه پیل شوه چې پولیسو پر یوه غیر مسلح تورپوستي له شا د ګولیو ګوزارونه وکړل. ددې صحنې خپره شوې ویډیو ښيي چې تورپوستی شخص موټر ته د ننوتو په حال کې دی، پولیس ورباندې ډزې کوي، هغه رانیسي جامې یې څېرې کوي او څو نورې ډزې هم ورباندې کوي. دې مسئلې په دغه ایالت کې پراخ لاریونونه پارولي دي چې د شپې او ورځې یې دوام کړی دی. تر دې وړاندې د امریکا په ټولو ښارونو کې د یوه تورپوستي د وژل کېدو په تړاو سخت لاریونونه وشول او قهرېدلو لاریون کوونکو ګڼو تاسیساتو ته اور ورته کړ، حکومت هم زرګونه لاریون کوونکي ونیول، خو د ټرمپ حکومت یې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
































