په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو په بين الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي له مشر معصوم ستانکزي سره کتلي او د افغان سولې د روان بهير په اړه يې خبرې اترې ور سره کړې دي.
په دغه کتنه کې د چين د سفارت سياسي مستشار وانګ دا شوه، د ياد مذاکراتي پلاوي غړې حبيبې سرابي هم ګډون کړی و. سفير وانګ په خپلو خبرو کې وويل، چين هيله لري چې د افغانستان سولې او روغې جوړې بهير ژر ترژره رښتينی پرمختګ ومومي او افغان بېلابېلې خواوې د ستونزو سياسي حل لاره پيدا کړي.
د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست حنيف اتمر سره د تازه تليفوني خبرو پر مهال د افغان سولې په اړه د چين دريځ بيان کړی او د بين الافغاني مذاکراتو په اړه يې پنځه فقره ييز وړانديز وکړ چې له مخې يې بايد د افغانستان مسئلې له سياسي لارو چارو حل شي، بين الافغاني مذاکرات دې د افغانانو تر مشرۍ لاندې ترسره شي، پر پراخ او ټولشمول چوکاټ دې ټينګار وشي او اړوندې ستونزې دې نه يوازې په ظاهره توګه، بلکې په حقيقي توګه حل شي او نړيواله ټولنه دې په مسئولانه توګه هڅې وکړي. چين به په دې برخه کې خپلو هڅو ته په دوام د افغانستان د سولې او روغې جوړې له بهير څخه ملاتړ وکړي، منځګړيتوب به وکړي، زمينه به برابره کړي او د سولې له رامنځته کېدو وروسته به د افغانستان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان د پيوستون په تقويه کولو کې مرسته وکړي.
محمد معصوم ستانکزي د وانګ يي د پنځه مقره ييز وړانديز ستاينه وکړه او د چين له نيکې هيلې څخه يې مننه وکړه. نوموړي وويل، چې له امنيت او ثبات پرته سوله نه رامنځته کيږي او په افغانستان کې د ترهګريزو ډلو د لويېدو فرصت برابريږي. د افغانستان د سولې او روغې جوړې بهير اوس مهم پړاو ته ننوتلی او په سالمه او منظمه توګه يې پرمخ بيول، د اړوندو خواوو همغږي او د نړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.
چين په نړۍ کې د اغېز لرونکي لوی هېواد په توګه په سيمه کې مهم رول لوبوي، هيله ده چې د چين او نړيوالې ټولنې تر ملاتړ لاندې بين الافغاني خبرې ژر ترژره پيل شي او د افغانستان سولې او روغې جوړې بهير راتلونکي پړاو ته ننووځي.
































