روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۱۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې وبا د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۷۰ تنو ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره په همدې موده کې پر کرونا اخته اته تنه مړه شوي او ۸۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې له کرونا ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۳۹۷ او د بېرته رغېدلو هغه بیا ۲۸ زره او ۴۴۰ ته لوړ شوی دی.
































