د بهرنیو چارو زوارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي لیو جین سره تلیفوني خبرې کړې دي. په دې خبرو کې پر افغان سوله، دوه اړخیزو اړیکو، د تاوتریخوالي کمېدلو، اقتصادي پراختیا او نورو اړوندو مسایلو بحثونه شوي دي. د چین ځانګړي استازي ویلي دوی د افغانستان د سولې له پروسې خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او ددې غوښتونکي دي چې ژر تر ژره بندیان ازاد شي، بشردوستانه اوربند وشي او په افغانستان کې روانه اوږده جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي. حنیف اتمر هم چین د افغانستان ښه ملګری هېواد بللی دی او د سولې په برخه کې یې دغه هېواد همکارۍ مهمې ګڼلې دي.
































