د افغانستان د پلټنې ادارې څلور والیان د فساد په تور لویې څارنوالي ته ور پېژندلي دي. د یادې ادارې ویاند فېروز بشري ویلي چې د دغې ادارې د څېړنو په پایله کې د هرات او نورستان پخواني والیان او د میدان وردګو او بدخشان فعال والیان د کرونا لپاره د ځانګړې شوې بودجې د ناسم مدیریت له امله لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د دې کسانو په اړه به لا ډېرې څېړنې لویه څارنوالي کوي. د یادونې ده چې یادې ادارې تېره ورځ د روغتیا د پخواني وزیر په ګډون د یادې ادارې درې پخواني او یو اوسنی مرستیال هم د فساد په تور لویې څارنوالي ته ورپېژندلي دي.
































