د میدان وردګو ولایت لسګونو اوسېدونکو او مشرانو په کابل کې د یوې غونډې پرمهال د خپلو مشرانو، علمي کادرونو او مخورو ترور او ځنځیرې وژنې وغندلې.
دوی دغه راز پر حکومت نیوکه وکړه چې په کابل کې هره ورځ وردګ مشران، ځوان کادرونه، علمي او مخور کسان په مرموز ډول وژل کېږي، خو حکومت نه یوازې دا چې د دوی د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلی، بلکې په دې تړاو یې چوپتیا غوره کړې ده.
دوی همدارنګه پر حکومتي سرتېرو هم نیوکې وکړې چې په میدان وردګو ولایت کې د جګړې پرمهال له درنو وسلو څخه کار اخلي چې تر ډېره پکې ملکیانو ته د سر او مال زیانونه اوړي.
دغو مشرانو حکومت او ولسمشر غني تورن کړ چې له دوی سره په کړو ژمنو کې پاتې راغلی او له همدې کبله د خلکو او حکومت ترمنځ واټن هم ورځ تر بلې ډېرېږي. یادو مشرانو پر حکومت غږ وکړ چې که په کابل کې د دوی د امنیت د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات ونه کړي، ولسونه به په دې تړاو پرېکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل او په ځانګړې توګه په پنځمه امنیتي حوزه کې نا امنۍ او د مشرانو ځنځیري او مرموزې وژنې ډېرې شوې دي.
































