طالبانو په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره تر لیدنې وروسته رسنیو ته ویلي چې پر مهمو موضوعاتو یې بحث کړی دی. د قریشي په وینا طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن دي خو وايي چې رامنځ ته شوې ستونزې باید د خبرو له لارې حل کړل شي. د قریشي په خبره طالبانو ته یې ویلي چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پيل کړي، ددوحې پر هوکړې دې عمل وکړي او په افغانستان کې دې تاوتریخوالی کم کړي. د قریشي په وینا که افغانستان ته ثبات او امنیت راځي د ټولې سیمې په ګټه دی نو له همدې امله پاکستان د افغانستان د سولې لپاره هر اړخیزه هڅه کوي. قریشي دغه راز زیاته کړې چې افغان حکومت دې هم د سولې لپاره رامنځ ته شوی طلايي فرصت نه ضایع کوي. له طالبانو سره په دې لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر ترڅنګ د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای ایس ای مشر او ګڼ نور پوځي چارواکي هم حاضر وو.
































