سیګار وایي د افغانستان د ډيری جنوبي ولایتونو ۵۰ سلنه پولیس پر نشه يي توکو روږدي دي. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي ددوی څېړنې ښيي چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کندهار، ارزګان، زابل او هلمند کې نږدې ۵۰ سلنه افغان پولیس په نشه يي توکو روږدي دي. سرچینه دغه راز وایي چې ددې ولایتونو نږدې ۷۰ سلنه پولیس له رواني ستونزو سره هم مخ دي. سیګار د پولیسو په لیکو کې د نشه يي توکو کارونه او اعتیاد د اندېښنې وړ موضوع یادوي او په دې اړه د افغان حکومت د اقداماتو غوښتنه کو. د افغان پولیسو چارواکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































