د راپورونو له مخې جګړې له تېرې شپې د نن سهار تر اوو بجو پورې ادامه کړې ده او افغان پوځیان طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي. دغه ولسوالي له زابل او ارزوګان سره پر پوله پرته ده چې وخت ناوخت پکې ورته نښتې کېږي. د کندهار ولایت امنیتی چارواکي وایي چې د طالبانو برید یې پر شا تمبولی دی او اتلس طالب وسله وال په برید کې وژل شوي دي. سرچینه دغه راز وایي چې اوس په سیمه کې د امنیت د تامین او د خطرونو د رفع کولو لپاره چاڼیز عملیات پيل شوي دي.
































