د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ولسي جرګې د رییس میررحمان رحماني او د روغتیا وزارت سرپرست جواد عثماني په ملتیا د پروان ولایت له سیلاب ځپلو سره د خواخوږي په موخه دغه ولایت ته تللی دی. دفاع وزارت د خالد له قوله ویلي چې ملي اردو یوازې د جګړې لپاره نه دي، بلکې په هر حالت کې د خپلو خلکو خدمت ته چمتوالی لري. خالد د دغه ولایت قومي مخورو ته ډاډ ورکړی دی چې ژر به له ځپل شویو کسانو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته پیل شي. د وروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه په دغه ولایت کې د راوتلیو سیلابونو له امله تر ۷۰ زیات کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپيان دي.
































