ولسمشر غني امنیتی ادارو ته سپارښتنه کړې چې د لویو لارو د امنیت لپاره پر نوو طرحو او پلانونو کار وکړي. ولسمشر غني د وسله وال پوځ د سراعلی قومندانۍ په غونډه کې له امنیتي ادارو سره د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکو پلانونو بحثونه کړي دي. نوموړي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې ژر تر ژره دې پخپلو کې همغږي ډېره کړي او د ښارونو د امنیت په برخه کې دې اقدامات جدي کړي. هغه د لویو لارو امنیت تر هر څه مهم بللی دی او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې ددغه لارو د امنیت لپاره خپل پلانونه او طرحې وړاندې کړي. ولسمشر غني امنیتي ځواکونه پیاوړي بللي او په وینا یې د دښمن جګړه نامشروع ده نو تر هر نامه او بیرغ لاندې چې وجنګېږي له ماتې سره به مخ شي.
































