د امریکا تحقیقاتي ادارې وایي چې په راتلونکو ورځو کې به خطرناک توپان د مکزیک ساحلي سیمې وځپي. سرچینه کاږي چې توپان همدا اوس پیل شوی دی خو په ساحلي سیمو کې به سترې څپې راولاړې کړي چې ښايي ځايي خلکو ته زیانونه واړوي. په سیمه کې نږدې نیم میلیون وګړو ته له کورونو د وتلو امر هم شوی دی. په دغه سیمه کې تېر کال یوه توپان سلګونه کورونه ونړول او تر څنګ یې نږدې دیرش کسان ووژل. اوس د امریکا د استوایي توپانونو ادارې مخکې له مخکې خلکو ته له سیمې د وتلو خبرداری ورکړی دی.
































