د نوي زیلانډ یوې محکمې هغه کس په عمري بند محکوم کړ چې تېر کال یې د دغه هېواد په کرېسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو برید وکړ او ۵۱ کسان یې ووژل. دا لومړی ځل دی چې په نوي زیلانډ کې یو کس ته دداسې عمري بند سزا ور کول کېږي چې د بښلو امکان یې نشته. اسټرالیايي توکمه ۲۹ کلن برنټن ترانټ د محاکمې څلور ورځني بهیر کې د ۵۱ کسانو وژلو، د نورو ۴۰ کسانو د وژلو د هڅې او بل ترهګریز برید د ترسره کولو تور منلی دی. د نوموړي محکمې څلور ورځې وخت ونیو او شپېته بیانیې په دې لړ کې واورول شوې. نوی زیلانډ وايي چې د هغه د سزا په بښلو کې هېڅ راز نرمښت نشته دی.
































