د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د المان له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره یوې ګډې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي، په پام کې ده چې د راتلونکې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه ترسره شي او په دې ناسته کې به د افغانستان، بیلاروس او مدیترانې پر وضعیت خبرې اترې وشي. هغه زیاته کړې، اروپایي ټولنه په مدیترانه، بیلاروس او افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښمنه ده. نوموړي دغه راز ویلي، دوی د یونان او ترکیې ترمنځ د راټوکېدلیو ستونزو حل ته سترګې په لاره دي. په ورته وخت کې انګیلا میرکل ویلي، چې دا د نورو موضوعاتو تر څنګ د دې پلوي ده چې د افغانستان پر وضعیت هم رغوونکی بحث وشي.
































