د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې وروستیو سیلابونو ۵۱۹ کورونه ویجاړ کړي، درې مېرمنې مړې شوې، ۳۰ تنه ټپیان او څلور ماشومان تري تم دي. د چارواکو په خبره، په دغه ولایت کې راوتلیو سیلابونو دغه راز زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه او باغونه ویجاړ او زيانمن کړي دي. د یاد ولایت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي کمېټې ویلي چې نن به د دولت او غیر دولتي مرستندویه ادارو له لوري له ځپل شویو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو بېړنۍ مرسته پیل شي او له نورو زيانمن شویو کسانو سره به له سروې وروسته ژر تر ژره اړینې مرستې تر سره شي.
































