د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ازبکستان ته د سفر پر مهال به له دغه هېواد سره د برېښنا لس کلن قرارداد لاسليک کړي. د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد وايي، چې حنيف اتمر د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر نن تاشکند ته روانېږي. هغه زياته کړه چې نوموړي سره به په دې سفر کې د سوداګرۍ او صنعت او د ترانسپورټ سرپرست وزير، د برېښنا شرکت رييس، د اوسپنې ادارې رييس، د ولسمشر د دفتر رييس شاکر کارګر او يو شمېر نور چارواکي ملتيا کوي. هېواد وايي چې افغان پلاوى به د ازبکستان له يو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره دليدنو کتنو ترڅنګ له دغه هېواد سره يو شمېر تړونونه هم لاسليک کوي. د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې په دې تړونونو کې تر ټولو مهم يې د لسو کلونو لپاره د برېښنا لين د لېږد تړون هم شامل دى. دى وايي چې ددې ترڅنګ به له ازبکستان سره د سوداګرۍ، فرهنګ او ګمرکونو په برخو کې نور تړونونه هم لاسليک شي.
































