په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان وايي که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي دوی به د دې ډلې پر وړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر دغه څرګندونې پروان ولایت ته د یوه ګډ سفر پرمهال د لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره په یوه ګډه ناسته کې د وروستیو سیلابونو قربانیانو ته د وینا پر مهال کړې دي. د پروان والي په دغه ولایت کې د بشري ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له جنرال سکاټ میلر څخه یې غوښتي چې د پېښې له امله زیانمنو شویو خلکو ته د امریکا او نړیوالو سازمانونو بېړنۍ مرستې ورسوي. د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ویلي چې د بهرنیو ځواکونو څلور الوتکې مرستې دغه ولایت ته لیږدول شوي او دغه مرستې به دوام ولري.
































