هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د ټولو قربانیانو شمېر ۱۵۵ ته ورسېد. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې ۱۳ ولایتونو کې د قربانیانو ترڅنګ د ټولو ټپیانو شمېر هم ۲۵۵ تنه دی. دا سیلابونه د سې شبنې له ماښانه راپدېخوا د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې راوتلي دي. د یادې ادارې چارواکو ویلي چې ښایي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي. د وروستیو سیلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
































